د کابل د چاودنې د شهیدانو شمیر ۵۴ ته ورسید
د افغانستان د پلازمینې کابل په شیعه میشته سیمه کښې په کاج تعلیمي مرکز کښې د تیرې جمعې په ورځ د شوې ترهګرې چاودنې د مړو شمیر ۵۴ ته ورسید
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان رسنیو پرون مازیګر د روغتوني سرچینو له قوله ویلي چې د سختو زخمونو له امله د تیرې جمعې ورځې د ترهګرې چاودنې د ځینو زخمیانو په مړینې سره، د کابل د دشت برچي په شیعه میشته سیمه کښې د په کاج نومې ښوونیز مرکز باندې د حملې د مړو شمیر ۵۴ تنو ته رسیدلی دی.
د دغه رپورت له مخې د یادې چاودنې د زخمیانو شمیر هم ۱۱۲ تنه دی.
د ویلو ده چې تیره جمعه په کابل کښې شوې دغه ترهګره چاودنه له سختو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.
له بلې خوا د طالبانو د حکومت د معارف یا ښوونې وزارت په یوې خبرپاڼې کښې د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت په ویلو سره له امنیتي ارګانونو وغوښتل چې د هیواد د تعلیمي مرکزونو د امنیت د تامینولو په لړ کښې ډیر کوشش او جدي پاملرنه وکړي.