طالبان له اسلامي ملګرتیا موسسې مرسته غواړي
تسنیم خبري اژانس وايي د طالبانو موقته حکومت له اسلامي ملګرتیا موسسې څخه د تجارتي او د مالي مرستې د ترلاسه کولو هڅه کوي.
افغانستان همدا اوس د امریکا او د هغې د متحدانو د شل کلن نیواک په وجه له اقتصادي ، انساني او د خوراکي شیانو له کړکیچ سره مخامخ دی.
د افغانستان د طالبانو موقته حکومت پرون وویل چې مونږ به د اسلامي ملګرتیا موسسې او د هغې د تجارتي او د اقتصادي ملګرتیاو کومیټۍ (کومسک) ته د روانې اکتوبر میاشتې تر پاې پورې تجارتي او اقتصادي وړاندیزونه ورکړو.
د طالبانو موقته حکومت هیله من دی چې اقتصادي وړاندیزونه له افغانستان سره د مرستې لپاره د اسلامي ملګرتیا موسسې د تجارتي او د اقتصادي دائمي کومیټۍ( کومسک) نظر جلب کړي.
ټاکل شوي ده چې د اسلامي ملګرتیا موسسې د اقتصادي او تجارتي دائمي کومیټۍ غونډه یوه میاشت وروسته په ترکیې کښې جوړه شي چې درې ورځې به دوام ولري.
اسلامي ملګرتیا موسسه له ملګروملتونو وروسته دوهم نړیوال ارګان دی چې د نړۍ په څلورو لویو وچو اوه پنځوس غړي هیوادونه لري.