افغانستان له اقتصادي کړکیچ سره مخ دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i122014-افغانستان_له_اقتصادي_کړکیچ_سره_مخ_دی
شفقنا خبري اژانس وايي د خواړو نړیوال پروګرام ډبلیو ایف پي یوځل بیا د افغانستان د اقتصادي کړکیچ د زیاتیدا په هکله خبرداری ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 08, 2022 02:47 Asia/Kabul
  • افغانستان له اقتصادي کړکیچ سره مخ دی

شفقنا خبري اژانس وايي د خواړو نړیوال پروګرام ډبلیو ایف پي یوځل بیا د افغانستان د اقتصادي کړکیچ د زیاتیدا په هکله خبرداری ورکړ.

د خواړو نړیوال پروګرام په ځلونو د افغانستان د بدو اقتصادي او انساني حالاتو په هکله خبرداری ورکړی دی.

د خواړو نړیوال پروګرام ډبلیو ایف پي پرون د افغانستان بدو انساني او اقتصادي حالاتو ته په اشارې سره وویل دغه ادارې په روان میلادي کال کښې د افغانستان یویشت میلیونو خلکو ته مرستې رسولي دي.

ملګروم ملتونو مخکې هم ویلي وو چې د افغانستان پینځویشت میلیونه خلک بیړنیو مرستو ته ضرورت لري.

دغه راز د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د افغانستان په ګاوندي هیواد پاکستان کښې د روغتیايي غمیزې په هکله خبرداری ورکړ.

په پاکستان کښې د وروستیو سیلابونو له کبله د ملاریا ، د وبا او د ډینګي تبې په شان په ناروغیو باندې د اخته کسانو شمیر په زیاتیدا دی.