هیوادونو کښې د هزاره قوم په ملاتړ کښې مظاهرې وشوې
زمونږ خبریال وايي د نړۍ په شپږنوي ښارونو کې د افغانستان ښاریزو په مظاهرو سره په هیواد کې د هزاره قوم نسل وژله وغندله.
د افغانستان د پلازمینې کابل په لویدیځ کښې د کاج د زده کړې په مرکز باندې ترهګرې حملې چې سلګونو هزاره غړي پکښې مړه او ژوبل شوي وو دنیا ولړزوله او د امریکا د اسټرالیا د کاناډا د جرمني د نیوزي لینډ د انډونیزیا په شمول د نړۍ په شپږنوي هیوادونو کښې د افغانستان ښاریزو په هیواد کښې د هزاره قوم په نسل وژنې باندې د اعتراض په ترڅ کښې د نسل وژنۍ په بندولو ټینګار وکړ.
مظاهره چیانو د دغه نسل وژنې د عاملانو د پیژندلو او د محاکمه کولو غوښتنه وکړه.
تراوسه د سیاستوالانو، هنرمندانو او د لیکوالانو په شمول په لسګونو داخلي او خارجي شخصیتونه په افغانستان کښې د تاوتریخوالي او په تیره بیا د هزاره قوم د غړیو پرضد د حملو د ختمولو له کمپاین سره یوځاې شوي دي.
د ویلو ده چې د کابل په لویدیځ کښې د کاج د زده کړې په مرکز باندې له ځان وژونکي حملې وروسته د هزاره قوم په نسل کشۍ باندې اعتراضونه زیات شوي او اوس نړیوال شوي دي.