ایران ته د افغانستان الوتنې دوباره پیل شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i122298-ایران_ته_د_افغانستان_الوتنې_دوباره_پیل_شوې
ایران ته د افغانستان د هوايي چلند د شرکت پروازونه پس له کابو یو کال وقفې، بیا پيل شول
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 15, 2022 01:06 Asia/Kabul
  • ایران ته د افغانستان الوتنې دوباره پیل شوې

ایران ته د افغانستان د هوايي چلند د شرکت پروازونه پس له کابو یو کال وقفې، بیا پيل شول

دغه الوتنې په داسې حال کښې بحال شوې چې د سیاحت د برخې فعالانو د دواړو هیوادونو ترمینځ د وزیرې د ختمیدو غوښتنه کړې ده.

د ایرنا د خبر له مخې ایران ته د افغانستان د هوايي چلند د شرکت د الوتنې د رسمي افتتاح مراسم د سیاحت د چارواکو، د ایران د پارلیمان د یو شمیر استازو او د ایران د پولیسو د مهاجرت او پاسپورټ د برخې د مشر او هم داشان د افغانستان د سفارت د کنسول او نورو استازو او د آریانا افغان هواي چلند د شرکت د نمایندګانو  په شتون سره ترسره شول.

آریانا ایرلاین به د هرې اونۍ به سه شنبې، چهارشنبې او جمعې ورځو ایران ته الوتنې ولري.

له دې مخکښې به د ایران او افغانستان ترمینځ نیغ په نیغه پرواز د ایران د یو هوايي چلند د شرکت له خوا ترسره کیده.