افغانستان کښې بې وزلي ۵۰ فیصده زیاته شوې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i122442-افغانستان_کښې_بې_وزلي_۵۰_فیصده_زیاته_شوې_ده
د ملګرو ملتو د انساندوستان مرستو د غږملتیا دفتر په افغانستان کښې د بې وزلۍ د نیم په نیمه زیاتیدو خبر ورکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 18, 2022 04:03 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې بې وزلي ۵۰ فیصده زیاته شوې ده

د ملګرو ملتو د انساندوستان مرستو د غږملتیا دفتر په افغانستان کښې د بې وزلۍ د نیم په نیمه زیاتیدو خبر ورکړ

له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې په افغانستان کښې د ملګرو ملتو د انساني چارو غږملونکي دفتر (اوچا) ویلي چې په وروستیو دریو کالو کښې په افغانستان کښې فقر او بې وزلي پنځوس سلنه زیاته شوې ده.

د دغه رپورټ له مخې، په افغانستان کښې د فقر او بې وزلۍ اندازه له ۴۷ فیصدو نه ۹۷ فیصدو ته رسیدلې ده، ټینګار وکړ: بې رزوګاري، د عاید کمیدل او د بیو زیاتیدل په افغانستان کښې د فقر د زیاتیدو عوامل دي.

دغه دفتر په افغانستان کښې د بې وزلۍ د ختمولو لپاره د سمدستي اقدام غوښتنه وکړه.

له بلې خوا د خوړو په نړیواله ورځ د بشري حقوقو څارونکي سازمان په یو رپورټ کښې وویل: د افغانستان نیمايي خلک چې څه باندې نولس میلیونه کیږي، له سختې خوراکي ناامنۍ او خوارځواکۍ سره مخامخ دي.

خبر زیاتوي چې یوازې په روان ۲۰۲۲ کال کښې په افغانستان کښې ۳۴ زره ماشومان د خوارځواکۍ په وجه په روغتونونو کښې داخل شوې دي.