جوزجان کښې یو روغتیايي کلینک جوړیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i122534-جوزجان_کښې_یو_روغتیايي_کلینک_جوړیږي
د افغانستان په جوزجان ولایت کې یو روغتیايي مرکز جوړېږي او په کندهار کې د دوو کلینکونو تعمیرات روان دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 20, 2022 11:58 Asia/Kabul

د افغانستان په جوزجان ولایت کې یو روغتیايي مرکز جوړېږي او په کندهار کې د دوو کلینکونو تعمیرات روان دي

دافغانستان په جوزجان ولایت کې د یو باب روغتیایي کلنیک له جوړیدو څخه خبریږو.

د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست مشر قاري ذبیح الله حسیني وایي چې د دې ولایت د (قوشتېپې) ولسوالۍ په (ګردن) سیمه کې د یو روغتیايي کلینک د رغولو چارې پيل شوې.

دنوموړي په وینا د دې صحي مرکز جوړېدل کولای شي د (۱۰) زرو کورنو روغتیايي ستونزې حل کړي.

ویل کیږي د دې روغتیايي مرکز لپاره ځمکه دخلکو له لوري ورکړل شوې ده چې (۴) څلور  میلیونه افغانۍ ارزښت لري.

بلخوا د کندهار د عامې روغتیا چارواکي وايي چې د دې ولایت په (پنجوايي) ولسوالۍ کې د دوو روغتیايي کلینیکونو دیوشمېر مهمو برخو د بیارغونې چارې تکمیل شوي او رسماً ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د کندهار د عامې روغتیا د ریاست دچارواکو په وینا د دوو کلینیکونو د بیا رغولو چارې د (ډاکار) موسسې په مالي ملاتړ سرته رسیدلي دي.

دیادولو وړ ده چې تیره ورځ په جوزجان ولایت کې د درې لاکه او یو اویا زره (۳۷۱۰۰۰) زره افغانیو په ارزښت (۱۵۵) قلمه بې کیفیته او له تاریخ څخه تېرشوي درمل له منځه یوړل شول.