د افغانستان د نوی اساسی قانون د جوړولو هڅه کوو
د افغانستان اوسنی اساسی قانون دولس بابه او یو سل دوه شپيته مادې لري چې د دغه هیواد د تیرو اوا وسنیو چارواکو په کرتو ددغه قانون د زیاترو مادو خلاف ورزي کړې ده .
د افغانستان د اساسی قانون برخلیک په دغه هیواد کې واک ته د طالبانوپه بیرته رسیدا پسې نامشخص ؤ خو اوس د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح ا...مجاهد وائي،د نوی اساسی قانون د برابرولو لپاره هڅې روانې دي.
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ،د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد په یولړ څرګندونو کې ووئيل، هڅه کیږیڅو په افغانستان کې د اساسی قانون د برابرولو لپاره کار پیل شي او دتیر اساسی قانون په ځاي به نوي اساسی قانون راشي.
ذبیح ا... مجاهد دافغانستان د نوي اساسی قانون دبرابرولو په زمینې کې د ترسره شوو هڅو په توضیح کې ووئيل، په نظر کې لري چې اساسی قانون غږمله اوتصویب شي او د نظام باقي پاتې ارکان هم منظم شي.
دافغانستان سیاسی شخصیّتونه اساسی قانون د دغه هیواد یوه مهمه اړتیا ګڼي او له طالبانو ئې غوښتي دي څو په دې باب جدي فعالیت وکړي.
د افغانستان اوسنی اساسی قانون دولس بابه او یو سل دوه شپيته مادې لري چې د دغه هیواد د تیرو اوا وسنیو چارواکو په کرتو ددغه قانون د زیاترو مادو خلاف ورزي کړې ده .