د ایران د سفارت معین د بلخ له نوي والي سره وکتل
افغانستان کښې د ایران د سفارتخانې مرستیال د بلخ ولایت له نوي والي سره کتلي او د اړیکو د پراختیا په هکله یې ورسره صلاح مشورې وکړې
کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت معین سید حسن مرتضوي د افغانستان شمال ته د خپل سفر په دوران کښې د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ته لاړ او د دغه ولایت لپاره د افغانستان د سرپرست حکومت له نوي والي داوود مزمل سره یې ملاقات او خبرې اترې وکړې.
د ایرنا د خبر له مخې مرتضوي په دغه ملاقات کښې د بلخ ولایت سوداګریزو، اقتصادي، علمي او کلتوري وړتیاؤ ته په اشارې سره وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت د وروستیو کلونو او میاشتو په شان په دغه ولایت کښې د بیخ بیناؤ د پراختیا او ملاتړ په لړ کښې پانګونې او مرستې ته تیار دی .
د ایران د سفارت مرستیال له دې مخکښې د بلخ له یوشمیر ځايي چارواکو سره په کتنه کښې ټینګار وکړ چې ایران په افغانستان کښې د اوسني حکومت له واکمنیدو راهیسې د دغه هیواد د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او تر خپله وسه ورسره مرسته کوي.
ښاغلی مرتضوي د بلخ له نوي والي سره له کتنې وروسته په مزار شریف ښار کښې په امام علي علیه السلام پورې منتسب مزار ته لاړ او د دغه زیارت لپاره د افغانستان د نوي حکومت له خوا له ټاکل شویو متولیانو سره يې وکتل.