ملګروملتونو د انجلیو په زده کړې ټینګار وکړ
Oct 28, 2022 01:10 Asia/Kabul
صدای افغان خبري اژانس وايي په افغانستان کښې د ملګروملتونو د معاونت د پلاوي مشرۍ رزا اوتونبایوا د دغه هیواد د ښځینه زده کوونکو د زده کړې په دوام ټینګار وکړ.
هغې د افغانستان کاپیسا ولایت ته په چهارشنبې ورځ سفر او له یوشمیر ښځینه روزونکو سره په کتنه کښې ټینګار وکړ له شپږم ټولګي څخه د بره کلاسونو انجلۍ هم باید د زده کړې د دوام اجازه ولري.
طالبانو څه د پاسه څلور سوه(۴۰۰) ورځې کیږي چې د انجلیو ښوونځي تړلي دي داسې اقدام چې په خارج او داخل کښې یې زیات اعتراضونه راپارولي دي.
له تیر کال راهسې طالبانو د انجلیو ښوونځي په تیره بیا له شپږم ټولګي څخه بره کلاسونه بند کړي دي او د انجلیو په زده کړې یې بندیز لګولی دی.
ټیګونه