پاکستان کې له زرو زیات افغان کډوال زندان ته اچول شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i123314-پاکستان_کې_له_زرو_زیات_افغان_کډوال_زندان_ته_اچول_شوي_دي
د پاکستان په سند ایالت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱۰۰ افغانان د پاکستان له حکومت سره بندیان دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 08, 2022 11:47 Asia/Kabul
  • پاکستان کې له زرو زیات افغان کډوال زندان ته اچول شوي دي

د پاکستان په سند ایالت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱۰۰ افغانان د پاکستان له حکومت سره بندیان دي.

د کلید له راپور سره سم، د پاکستان په سند ایالت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱۰۰ افغانان د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور د پولیسو له لوري تر نیول کېدو وروسته بندیان شوي دي.

یو افغان کډوال رسنیو ته په یو لیک کې لیکلی دی: پاکستاني پولیسو "نه شناخت کارت مني، نه پاسپورټ او نه هم تذکره، ټول یې بندیان کړي دي. په ډېرو بدو شرایطو کې ژوند کوي. زما دا پيغام جګپوړیو چارواکو ته ورسوئ چې د دې خلکو غم وخوري."

د دوی مدافع وکیله منیره کاکړ وایي چې دا کډوال پاکستان ته په غیرقانوني توګه د داخلېدو په تور نیول شوي دي، خو ځینې یې د کډوالۍ اسناد، پاسپورټ او ویزه هم لري.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی چې د دوی په هڅو د پاکستان له کراچۍ زندان څخه تر دې دمه ۳۰ افغان زندانیان خوشي شوي دي.

کرزي تېره ورځ پر خپله فېسبوکپاڼه په یوه بیان کې د پاکستان د حکومت پر چلند خپګان ښودلی او له ملګروملتونو او د بشري حقونو له نورو بنسټونو یې غوښتي دي چې په پاکستان کې د میشت افغان کډوالو د حقونو دفاع وکړي.