په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی:
د افغانستان اوسنی بحران د بهرنیانو د فوځي یرغل پایله ده
په ملګرو ملتونو کې د ایران دائمي استازی په افغانستان کې روانې ستونزې د بهرنیانو او په ځانګړې توګه د امریکې د فوځي مداخلې پایلې وبللې.
د ملګرو ملتونو عمومي غونډه تېره ورځ د افغانستان په هکله د جرمني له لوري وړاندی شوی پریکړه لیک تصویب کړ.
دغه پریکړه لیک چي په افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنېدو څخه وروسته، افغان کډوالو ته د پناه ورکولو پخاطر له ایران څخه په ستاینې سره د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وړاندي شو.
دغه پرېکړه لیک کې په افغانستان کې د کډوالو، بشري حقوقو د وضعیت په هکله او د امنیت، ټروریزم، مخدره مواد، ټولنیز او اقتصادي حالاتو ته کتنه شوې ده.
په دې لړ کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازی امیر سعید ایرواني د افغانستان بحران، د ډیموکراسۍ او ټروریزم سره د مبارزې په پلمې سره په نوروهیوادونو کې د امریکې او د هغه دملګرو د لاسوهنو د ورانوونکو پایلو یوه نمونه وباله او ویي ویل: ایران ټینګار کوي چي په افغانستان کې د هغو جنایاتو په هکله څېړنې وشي چي د بهرنیو ځواکونو له لورې تر سره شوي، یادې څېړنې د ځینو هیوادونو د سیاسي فشارونو په نتیجه کې نیمګړې پاته دي.
د ایران استازی په دې باندې په تاکید سره چي د افغانستان راتلونکی د اساسي قانون له پلې کېدو او د ټولو قومیتونو، مذاهبو، انجوڼو او میرمنو حقوقو ته له درناوی سره تړلی دی، زیاته کړه: د اساسي قانون پر بنیاد باندې د یوه ټول شموله حکومت جوړېدا، د دې هیواد د راتلونکی نظام د نړیوالې رسمیت پېژندنې اصلي ستنه بلل کیږي.
ایرواني همدارنګه د ترهګریزو او بهرنیو جنګیالیو د فعالیتونو له دوام څخه د اندېښنې په ښودلو سره، د روزنیزو او ډیپلماټیکو او قومي او مذهبي لږکیو ضد د ټروریستي اقداماتو غندنه وکړه او ویې ویل چي نړۍ باید له دې څخه ډآډ تر لاسه کړي چي افغانستان د ترهګرو ډلو په امن ځای نه بدلیږي.