له طالبانو سره په نښته کښې داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
طالبانو د افغانستان په لویدیځ کښې د دغې ډلې له کسانو سره په نښته کښې د داعش ترهګرې ډلې د پنځو غړو د وژل کیدو خبر ورکړ
طالبانو د افغانستان په لویدیځ کښې د دغې ډلې له کسانو سره په نښته کښې د داعش ترهګرې ډلې د پنځو غړو د وژل کیدو خبر ورکړ
الجزیره ټي وي چینل د طالبانو د حکومت د یو جګ پوړي غړي له قوله ویلي چې په هرات ولایت کښې د داعش له عناصرو سره د طالبانو د ځواکونو په نښته کښې ۵ داعشیان وژل شوې دي.
څه موده مخکښې هم په پلازمینې کابل کښې د طالبانو په عملیاتو کښې د داعش ترهګرې ډلې ۵ کسان وژل شوې وو.
د داعش د ترهګرو عناصرو نابودي به افغانستان باندې له دوباره واکمنیدو وروسته د افغانستان له خلکو او د سیمې له هیوادونو سره د طالبانو یوه ژمنه وه، چې تراوسه نه ده پوره شوې.
په افغانستان کښې د زیاتره ترهګرو حملې پړه داعش ډله مني.