هرات کښې د ایران او افغانستان اقتصادي غونډه پیل شوي
(last modified Wed, 23 Nov 2022 00:41:55 GMT )
Nov 23, 2022 05:11 Asia/Kabul
  • هرات کښې د ایران او افغانستان اقتصادي غونډه پیل شوي

اوا خبري اژانس وايي د ایران او د افغانستان ترمینځ په تجارتي چارو کښې د اسانتیاو د رامینځته کولو لپاره د ایران د خراسان رضوي او د افغانستان د هرات د پلایو پینځمه ګډه اقتصادي غونډه پرون په هرات ولایت کښې پیل شوه.

د هرات د والي ویاند حمید الله متوکل په دغه دوه ورځنۍ غونډې کښې چې نن به هم دوام ولري خبریالانو ته وویل د دغه غونډې د ترسره کیدا هدف د راکړو ورکړو تبادله او د ایران او د افغانستان ترمینځ د تجارتي ستونزو لیرې کول دي.

متوکل زیاته کړه په دغه غونډې  کښې په څلورو موضوګانو ټرانسپورټ، کرهڼې ، صنعت او تجارت او د سونګو موادو په اړه بحث او د نظر تبادله کیږي.

د هرات د والي ویاند متوکل وویل په دغه غونډې کښې به د هرات – خواف د اورګاډي د پټلۍ په هکله هم خبرې وشي.

د هرات د صنایعو او د معدنونو د کوټې مسوول حمید الله خادم هم وویل د اورګاډي پټلۍ له اقتصادي نظره د افغانستان لپاره زیات اهمیت لري او ټینګار یې وکړ په افغانستان کښې د اورګاډي د پټلۍ د نشتون په دلیل افغانستان تر ټولو زیاتې پیسې د ټرانسپورټ په برخه کښې ورکوي.

د ایران د خراسان رضوي ولایت د صنعت او د تجارت د ادارې مشر امیر رضا رجبي هم وویل د هرات د صنعت او تجارت کوټې له مونږ غوښتي دي  چې د هرات ولایت د صنعت او د معدن د کوټې د انجنیري او د ماشینرۍ په برخه کښې ملګرتیا ورسره وکړو او زیات یې کړه  ایران د هرات د صنعت او د معدن د کوټې د دغه غوښتنې هرکلی کړی دی او د ایران اسلامي جمهوریت په دې زمینه کښې له افغانستان سره ملګرتیا کولو ته تیار دی.

 

ټیګونه