یونیسف د افغانستان له کورنیو سره نغدې مرستې کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i123940-یونیسف_د_افغانستان_له_کورنیو_سره_نغدې_مرستې_کوي
ایرنا خبري اژانس وايي د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف وویل چې د روان کال په ژمي موسم کښې د افغانستان له یولک یولس زره کورنیو سره نغدې مرستي کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 23, 2022 02:39 Asia/Kabul
  • یونیسف د افغانستان له کورنیو سره نغدې مرستې کوي

ایرنا خبري اژانس وايي د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف وویل چې د روان کال په ژمي موسم کښې د افغانستان له یولک یولس زره کورنیو سره نغدې مرستي کوي.

یونیسف پرون وویل نغدې مرستې د افغانستان د کورنیو د ملاتړ لپاره یوه تر ټولو ښه لاره ده.

دغه ارګان وویل په افغانستان کښې په میلیونو خلکو د خپلو کورنیو لپاره د لومړیو ضرورتونو او د  خوراکي شیانو د تامینولو وس نلري.

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف وویل روان ژمی به د افغانستان د خلکو حالات نور هم پسې  خراب کړي.

د افغانستان له کورنیو سره د یونیسف نغدې مرستې په داسې حال کښې دي چې د سره صلیب د نړیوالې  کمیټۍ د عملیاتي برخې مشر مارټین شویپ په تیرې یکشنبې ورځې روان ژمي ته په اشارې سره ویلي وو چې د افغانستان خلک له سختې بې وزلۍ او ناروغیو سره مخامخ دي.

په افغانستان کښې د ملګروملتونو د بشر دوستانه مرستو غږملونکي دفتر هم ویلي وو چې د افغانستان څه د پاسه څلرویشت میلیونه خلک بشر دوستانه مرستو ته ضرورت لري.