پوټین په افغانستان کې د ټول شموله حکومت په جوړیدو تاکید کوي
د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین ویلي چې په افغانستان کې د یوه رېښتنی ټولشموله حکومت جوړیدل لومړیتوب لري.
د روسیې ولسمشر د ټولیز امنیت تړون د غړیو هیوادونو د مشرانو په غونډه کې په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړېدا مهم وباله او ویې ویل: په افغانستان کې د ټولشمول حکومت د جوړیدو ضمانت چې د ټولو قومونو غړي پکې برخه ولري، اوس یو لومړیتوب دی.
هغه همدارنګه د افغانستان د اوسني حالاتو څخه د اندېښنې په څرګندولو سره، له دغه هیواده مرکزي اسیا ته د ترهګرو د نفوذ په هکله خبرداری ورکړ.
د روسیې جمهور رئیس وویل چې د ترهګرو د هغو ګواښونو له منځه وړلو لپاره ځانګړو ګډو عملیاتو ته اړتیا ده چې د افغانستان څخه سرچینه اخلي.
پوتین زیاته کړه چې هیواد یې د څو اړخیز میکانیزم د لارې هڅه کوي په افغانستان کې وضعیت ته ثبات ورکړي.
یوه اوونۍ مخکې په مسکو کې د افغانستان په اړه د سیمې د هیوادونو په کچه غونډه وشوه چي د طالبانو د حکومت استازی ورغوښتل شوی نه و.