Nov 26, 2022 04:20 Asia/Kabul
  • د اشرف غني حکومت تر ټولو خطرناک مجرمان خوشي کړي وو

صدای افغان خبري اژانس وايي د افغانستان پخواني لوی څارنوال فرید حمیدي د پخواني ولسمشر اشرف غني په حکومت کښې له پراخ فساد پرده پورته کړه.

هغه وویل د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني د طالبانو د ځواکونو د خوشي کولو په پلمه کابو اوه سوه(۷۰۰) تر ټولو خطرناک مجرمان ازاد کړي وو.

د افغانستان پخواني لوی څارنوال فرید حمیدي وویل پخواني ولسمشر اشرف غني له زندان څخه د طالبانو د غړیو د ازادولو په پلمه ګڼ شمیر هغه کسان خوشي کړي وو چې د خلکو په تښتونې ، په خلکو باندې جنسي تیریو او د نشه ییزو موادو په قاچاق کښې یې لاسونه لرل.

هغه په دې خبرې سره چې دغه اوه سوه کسان تر ټولو  خطرناک مجرمان ګڼل کیدل د دغه خوشي کیدا دلیل د اشرف غني په حکومت کښې په لوړه سویه فساد وباله.

حمیدي زیاته کړه د طالبانو په پینځه زره نیول شویو غړیو کښې ولسمشر اشرف غني له زندان څخه اوه سوه تر ټولو  خطرناک مجرمان خوشي کړي دي کوم چې د طالبانو ډلې غړي نه و او دغه کسان باید د خوشي کیدونکو  کسانو په فهرست کښې نه وائ.

 

ټیګونه