له ګاونډیانو سره د افغانستان تجارت لا ښه شوی دی
(last modified Sat, 26 Nov 2022 10:52:02 GMT )
Nov 26, 2022 15:22 Asia/Kabul
  •  له ګاونډیانو سره د افغانستان تجارت لا ښه شوی دی

د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزوارت سرپرست په یولړ څرګندونو کې ووئيل، په تیرو پنځلسو میاشتو کې چې طالبانو واک ترلاس کړی دی ،له ګاونډیانو سره د افغانستان تجارت لاښه شوی دی.

 ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ ، مولوی امیر خان متقي  دافغانستان په هرات کې  د افغانستان د خارجه وزارت د نمایندګۍ دنوي ودانۍ په پرانیستونکودستورو کې پخپلې وینا کې ووئيل، په هرات ولایت کې  چې له ترکمنستان او ایران هیوادونو سره ګډې پولې لري ،هڅه  شوې ده څوتجارتي بهیر ئې د تیر په نسبت ښه شي.

 هغه په دوام کې ووئيل،  په تیرو پنځلسو میاشتو کې چې  طالبان واک ته رسیدلي دي ، له ګاونډیو هیوادونو سره  تجارت لاښه شوی دی. امیر خان متقي همداراز یادونه وکړې ده ، ددغه ولایت امنیت ښه د ی  او باید دهرات ولایت په څير په ولایتونو کې  خدمت هم په لاښه ډول وشي.

د افغانستان خارجه وزیر ټينګار وکړ، په دغه شان شرائطو کې  چې د  هیواد په سویه په تیره بیا  ددغه ولایت په سویه امنیت ښه دی،د طالابنو درست مسئولان باید هڅه وکړي د صنعت،تعلیم  په څير په مختلفو برخو کې دسیمې او نړۍ له هیوادونو سره په تعامل سره کار وکړي.

په عین حال کې په هرات کې د خارجه وزارت د نمایندۍ مرستیال رحمت ا... فیضان  هم ووئيل، ددغې درې پوړیزې ودانۍ تعمیرات پاي ته رسیدلي او لګښت ئې هم دوه څلویښت میلیون  افغانۍ  دی. ددغې نمایندګۍ په سویه به د کنسولي مدیریّت تشریفاتو مدیریّت او اداري  او ملل متحد دبرخې مدیریّت فعالیتونه وکړي. او دغه راز به د پولو ،پاسپورټونو او سیاسی چارو په برخو کې هم غوره فعالیتونه وکړي.

 

ټیګونه