افغانستان د ترهګرو د روزنې په ستر مرکز بدل شوی
د تاجیکستان اسیا پلس خبري اژانس راپور ورکړ د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود وویل همدا اوس افغانستان د هیواد د خلکو لپاره په ستر زندان او د نړیواله او د سیمه ییزو ترهګرو ډلو د غړیو د ګمارلو او د هغوې د روزنې په یوه مرکز بدل شوی دی.
احمد مسعود پرون د هرات د امنیتي خبرواترو په لسم نړیوال کانفرنس کښې چې د تاجیکستان په کوربه توبه په دوشنبې ښار کښې ترسره شو وویل د افغانستان خلک د نه زغملو وړ سیاسي او اقتصادي شرایطو سره سره هماغه راز د طالبانو د حکومت په وړاندې مقاومت کوي او د ازادۍ او د برابرۍ ایډیالونو ته خپله ژمنه څرګندوي.
د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود د تاجیکستان په دغه دوه ورځني کانفرنس کښې چې د افغانستان د مشکلاتو د حل د لارو چارو د موندلو او د موجوده حالت د څیړلو په هدف سره د تاجیکستان په پلازمینې دوشنبې کښې ترسره شو وویل د افغانستان طالبانو ډله د اسلامي او د نړیوالو اصولو پرخلاف عمل کوي او دوې خپلو سرزورو او ځپونکو کړچارونو ته پاې بنده دي.
احمد مسعود یوځل بیا د افغانستان د خلکو د غوښتنې پراساس په هیواد کښې د یوه پراخ بنسټه حکومت د جوړولو پرضرورت ټینګار وکړ.
د هرات د امنیتي خبرواترو دوه ورځنی کانفرنس وړمه ورځ په تاجیکستان کښې پیل شو او د بیلابیلو هیوادونو یوسل شلو استازیو پکښې ګډون درلود.
د افغانستان او د تاجیکستان د مطالعاتو د مرکز مشر اسکندروف د دغه کانفرنس د پرانیستلو په وخت وویل دا ډول کانفرنسونه کولای شي د تاجیکستان د ګاونډیو هیوادونو د مشکلاتو د حل لپاره لاره پرانیزي.
په عین حال کښې د هرات د امنیتي خبرواترو په کانفرنس کښې اکثرو ګډون کونکو وویل چې په افغانستان کښې د یوه پراخ بنسټه حکومت جوړول د مشکلاتو د حل یوازنۍ لاره ده.