د‌ شېخ حقاني د وژلو په تورد ۵ داعشیانود نیولو خبرورکړل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i124580-د_شېخ_حقاني_د_وژلو_په_تورد_۵_داعشیانود_نیولو_خبرورکړل_شو
د طالبانو د استخباراتو په يوه اعلاميه کې راغلي ،چې‌ دغه تورن کسان د دوی د ځانګړو ځواکونو د عملياتو په پايله کې نيول شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 08, 2022 03:55 Asia/Kabul
  • د‌ شېخ حقاني د وژلو په تورد ۵ داعشیانود نیولو خبرورکړل شو

د طالبانو د استخباراتو په يوه اعلاميه کې راغلي ،چې‌ دغه تورن کسان د دوی د ځانګړو ځواکونو د عملياتو په پايله کې نيول شوي دي.

د افغان رسندیو له راپور سره سم د طالبانو استخباراتو په کابل کې د دوی د يوه وژل شوي مشهور ملاتړي ملا  شيخ رحيم ا... حقاني د تورنو وژونکو د نیولو خبر ورکړی.

د طالبانو د استخباراتو په يوه اعلاميه کې راغلي ،چې‌ دغه تورن کسان د دوی د ځانګړو ځواکونو د عملياتو په پايله کې نيول شوي دي.

سرچينې ويلي چې دغه ډله په يو شمېر نورو پېښو کې هم لاس لري

شیخ رحیم ا... د‌‌ طالبانو له مشهورو ملایانو څخه و، چې د دوی ځانمرګو بريدګرو ته په روزنې ورکولو هم تورن و‌.

هغه څو مياشتې مخکې د يوه ځانمرګي برید پر مهال، چې مسوولیت یې داعش ډلې پر غاړه واخيست، ووژل شو.

دا په داسې حال کی ده چی داعشی ترهه ګرو په افغانستان کې داسې نورې ډیرې ترهه ګرې حملې کړي دي خو تراوسه یې کوم غړي ندي نیول شوی .