۴،۲ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو محروم دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i124682-۴_۲_میلیونه_افغان_ماشومان_له_زده_کړو_محروم_دي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف په یو تازه راپور کې له زده کړو څخه د ۴،۲ میلیونه افغان ماشومانو د محروميت خبر ورکړی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 11, 2022 02:12 Asia/Kabul
  • ۴،۲ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو محروم دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف په یو تازه راپور کې له زده کړو څخه د ۴،۲ میلیونه افغان ماشومانو د محروميت خبر ورکړی.

د راپور له مخې، د دغو کسانو ۶۰ سلنه نجونې او ۴۰ سلنه نور هلکان دي.

تاند خبري سایټ لیکلي چې سرچینه په مشخص ډول د طالبانو د واکمنۍ اصلي مرکز کندهار يادوي، چې ۸۵ سلنه افغان نجونې پکې له زده کړو څخه محرومې دي.

د طالبانو مشر ملا هبت ال... اخندزاده هم په دغه ولايت کې، چې د طالبانو د رامنځته کیدو اصلي مرکز دی، اوسيږي.

یونیسف په ورته وخت کې د هغو دریو لکو افغان ماشومانو يادونه هم کړې، چې د یونیسف په لنډ مهاله ټولګيو کې يې د روان میلادي کال په ترڅ کې زده کړې کړي او تر ۵۵ سلنې زده کوونکي ېې نجونې دي.

یونیسف په دې راپور کې پر افغان معارف د اقتصادي ناورين د بدو اغېزو يادونه هم کړې او وايي چې د ۱۰ میلیونه ماشومانو په ګډون د ۱۹ میلیونه وږو افغانانو لپاره په راتلونکي میلادي کال کې ۱،۶۵ میلیارده ډالرو بوديجې ته اړتيا لري.