د پاکستان او د افغانستان اختلافات د خبرو له لارې حل کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i124930-د_پاکستان_او_د_افغانستان_اختلافات_د_خبرو_له_لارې_حل_کیږي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو د حکومت دفاع وزارت د پاکستان د سرحدي ځواکونو او د طالبانو د غړیو ترمینځ د پرون ورځې سرحدي جګړې ته په غبرګون کښې وویل د جنګ لپاره د پلمې لټول د دواړو هیوادونو په ګټه نه ده.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 16, 2022 04:49 Asia/Kabul
  • د پاکستان او د افغانستان اختلافات د خبرو له لارې حل کیږي

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو د حکومت دفاع وزارت د پاکستان د سرحدي ځواکونو او د طالبانو د غړیو ترمینځ د پرون ورځې سرحدي جګړې ته په غبرګون کښې وویل د جنګ لپاره د پلمې لټول د دواړو هیوادونو په ګټه نه ده.

د پاکستان او د طالبانو ځواکونو پرون په اسپین بولدک چمن سرحدي لاره کښې د دوهم ځل لپاره جګړه وکړه چې تراوسه پکښې د پاکستان یو  ښاریز وژل شوي او دولس نور ژوبل شوي هم دي.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي پرون په اسپین بولدک سرحدي سیمه کښې د پاکستان د سرحد ساتونکو او د طالبانو د غړیو ترمینځ نښتې ته په غبرګون کښې وویل خبرې د اختلافاتو د حل کولو لپاره تر ټولو ښه لاره ده.

د طالبانو دفاع وزارت د پاکستان سرحدي ځواکونه په اسپین بولدک چمن سرحدي سیمه کښې د پرونۍ نښتې پیلونکي وبلل.

یوشمیر رسنیو ویلي دي چې پرونۍ نښته هغه وخت رامینځته شوه کله چې د طالبانو په ځواکونو باندې د یوې پوستې د جوړولو په وخت د پاکستان د سرحد ساتونکو لخوا ډزې وشوې.

واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته د پاکستان او د افغانستان ترمینځ په سرحدونو کښې جګړې زیاتې شوي او دواړه هیوادونه یوبل د جګړو په پیلولو تورنوي.