افغانستان به نور د سترو قدرتونو د سیالیو ډګر نه شي
په بهرني سیاست کې باید په محتاط ډول ګام پورته شي او له هغو ګامونو پورته کولو چې د هیواد په ګټه نه وي مخنیوی وشي.
د افغانستان دطالبانو د موقته حکومت دخارجه وزارت سرپرست ددې خبرې په کولوسره چې د افغانستا حاکمه پلاوی له درستو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي ،ووئیل، دغه هیواد به نور د سترو قدرتونو د سیالۍ ډګر نشي.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ،په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزیر امیر خان متقي نن په کابل کې د خارجه وزارت د یوه کلنو بریاؤ دکتاب دمخ کتنې په دستورو کې ووئيل، افغانستان به نور د سترو قدرتونو د سیالیو ډګر نشي.
امیر خان متقي له افغانستان سره د مثبت تعامل لپاره له نړیوالې ټولنې څخه په غوښتې سره ووئیل ، د طالبانو د حکومت سیاست دا دی چې افغانستان به نور دسترو قدرتونود سیالیو ډګر نه شي،که دلته سیالي وي ،نو هغه سیالي به مثبته وي او د ګټو او د دوو اړخیزو اړیکو په اساس به وي. هغه په دوام کې هم د طالبانو موقته حکومت د افغانستان د ولس لپاره د تعلیم ا و دکارکسب د رامینځةکونې دزمینو دبرابرولو مسئول وبالۀ.
د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزیر ووئيل حکومتونه پابنده دي څو د خلکو د تعلیم او کارکسب زمینه برابره کړي څو خلک په آزادۍ او ډاډ سره فعالیتونه ترسره کړئ شي او په داسې بڼه کې ده چې هیوادپرمختګ کوي،مونږ او تاسو باید دغه زمینه برابره کړو. هغه همداراز ووئيل په بهرني سیاست کې باید په محتاط ډول ګام پورته شي او له هغو ګامونو پورته کولو چې د هیواد په ګټه نه وي مخنیوی وشي.