د درملود بیو لوړیدا د کابل ښاریز غوسه کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i125410-د_درملود_بیو_لوړیدا_د_کابل_ښاریز_غوسه_کړي_دي
په کابل کې یو بل درمل پلورونکی محمد منصور وايي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د درملو بیې لوړې شوې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 28, 2022 07:34 Asia/Kabul
  • د درملود بیو لوړیدا د کابل ښاریز غوسه کړي دي

په کابل کې یو بل درمل پلورونکی محمد منصور وايي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د درملو بیې لوړې شوې دي.

 

د افغانستان په پلازمېنه  کابل کې د درملو د بیو د لوړوالي په اړه د یو شمېر ناروغانو له شکایتونو وروسته درمل پلورونکي وايي چې د مالیاتونه، ګمرکونه او ډالر په ښار کې د درملو د بیو د لوړېدو لامل شوی دی. حکومت دې مالیات کم کړي، ځکه خلک نه شي کولای درمل واخلي.

د کابل ښار یو درمل پلورونکی نصیر احمد وايي د مالیاتو، ګمرکونو او ډالر په هېواد کې د درملو د بیو د لوړېدو لامل شوی دی.

هغه وايي، چې په کابل ښار کې د پخوا په پرتله د بې کيفيته درمل کم شوې، خو د درملو بيه لوړه شوې ده.

په کابل کې یو بل درمل پلورونکی محمد منصور وايي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د درملو بیې لوړې شوې دي.

منصور وايي، د درملو د بیو د لوړېدو لامل د دولت له خوا د ګمرکونو او مالیاتو لوړه اندازه راټولول دي.

په ورته وخت کې د بې وزلۍ او بېکارۍ د زیاتوالي له امله ډېری ناروغان نه شي کولای چې په لوړه بیه درمل واخلي او له همدې امله شکایت کوي.

هند، ایران، پاکستان، بنگلادش او ترکیه د افغانستان د درملو مهم تامینونکي هیوادونه دي .