دشريعت له مخې به دنجونو دزده کړې په اړه ډېرژرپرېکړه وشي
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور وايي ډېر ژر به په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د شریعت او دود له مخې د نجونو د زده کړې په اړه پرېکړه وشي.
د افغانستان په ښوونځيو او پوهنتونونو کې د شريعت له مخې د نجونو د زده کړې په اړه به ډېر ژر پرېکړه وشي
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور وايي ډېر ژر به په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د شریعت او دود له مخې د نجونو د زده کړې په اړه پرېکړه وشي.
شهاب الدین دلاور رسنیو ته ویلي، چې ډېر ژر به په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړې په اړه له افغان شریعت او دود سره سم تصمیم ونیول شي. .
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې له پلاوي سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې افغانستان په بېلابېلو برخو کې ژمنو کارکوونکو ته اړتیا لري او زیاته یې کړه چې طالبان د ښځو د زده کړې مخالف نه دی، هڅه کوي چې دغه ځنډ ژر تر ژره پای ته ورسوي.
د يادونې وړ ده، چې تېره اونۍ د لوړو زده کړو وزارت سرپرستې ندا محمد نادم په يوه رسمي اعلاميه کې ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته امر کړى و، چې د ښځينه محصلينو تحصيل تر بل خبرتيا پورې وځنډوي.