طالبان دې د نړیوالو غوښتنې ومني
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i125866-طالبان_دې_د_نړیوالو_غوښتنې_ومني
ملګرو ملتو د طالبانو له خوا د نړیوالې ټولنې د غوښتنو په منلو ټینګار وکړ
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jan 07, 2023 09:24 Asia/Kabul
  • طالبان دې د نړیوالو غوښتنې ومني

ملګرو ملتو د طالبانو له خوا د نړیوالې ټولنې د غوښتنو په منلو ټینګار وکړ

افغانستان کښې د ملګرو ملتو مرستندویه دفتر (یوناما) د طالبانو د موقته حکومت د رئیس الوزرا له سیاسي مرستیال سره په کتنه کښې له دغې ډلې وغوښتل چې د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته پام وکړي
د شفقنا خبري آژانس د خبر له مخې، په افغانستان کښې د ملګرو ملتو د نمایندګۍ مرستیال مارکس پوټزل د طالبانو د موقته حکومته د وزیراعظم له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کښې وویل چې د دغې ډلې حکومت باید د ښځو د زده کړو او کار او په هیواد کښې د یو ټول شموله حکومت د جوړلو په لړ کښې د نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني.

پوټزل په ضمني توګه د افغانستان له کړکیچ ځپلو خلکو سره د نړیوالې ټولنې مرستې د طالبانو په ګړچار پورې شرطمنې کړې او ویې ویل: له کار کولو د ښځو منع کول به د افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې په مرستو منفي اغیزه وکړي.

خو د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال په دغه ملاقات کښېمدعي شو چې د دې ډلې موقته حکومت د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت د پیژندل کیدو ټول شرطونه پوره کړې دي او په هم دې وجه ملګري ملتونه باید په دغه سازمان کښې د افغانستان نمایندګي طالبانو ته وسپاري.

د نجونو او میرمنو د زده کړو او کار کولو حق له طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې یوه غوښتنه ده خو دغې ډلې په خپلو وروستیو پریکړو سره په عمل کښې ښودلې چې دغه غوښتنه نه مني.