د افغانستان خلک سخت ساړه سره مخ دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i126262-د_افغانستان_خلک_سخت_ساړه_سره_مخ_دي
زمونږ خبریال راپور راکړی په افغانستان کښې د ګازو د لیک کیدا او د سخت ساړه له کبله اوه کسان ووژل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 15, 2023 12:28 Asia/Kabul
  • د افغانستان خلک سخت ساړه سره مخ دي

زمونږ خبریال راپور راکړی په افغانستان کښې د ګازو د لیک کیدا او د سخت ساړه له کبله اوه کسان ووژل شول.

د بادغیس ولایت ځايي چارواکو نن وویل چې په دغه ولایت کښې د سخت ساړه له کبله د یوه څاروي ساتونکي او د څلورو ماشومانو په شمول پینځه کسان ووژل شول.

د افغانستان په ځینو شمالي ولایتونو کښې د تودوخي درجه څه د پاسه منفي دیرش سینټي ګراده ده.

په بادغیس کښې د طالبانو د حکومت د والي ویاند احمد جان خنظله وویل د ساړه له کبله د پینځو کسانو په مړکیدا سربیره د دغه ولایت د خلکو څه د پاسه زر(۱۰۰۰) څاروي هم د سخت ساړه له کبله مړه شول.

په جوزجان ولایت کښې هم د ګازو د لیک کیدا په وجه د یوه خصوصي بانک دوه ساتونکي ووژل شول.

له دې مخکې د افغانستان په لیرې پراتو او سړو سیمو کښې د سخت ساړه له کبله څو کسان مړه شوي وو.

افغانستان له تیرې پنجشنبې ورځې راهسې له سخت ساړه سره مخ دی چې د تیرو کلونو په نسبت ساری نلري.