په افغانستان کې د نشه ایزو توکو ۶۲ کارخانې ړنګې کړئ شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i126308-په_افغانستان_کې_د_نشه_ایزو_توکو_۶۲_کارخانې_ړنګې_کړئ_شوي
افغانستان په نړۍ کې د اپیموتر ټولو لوي اصلی تولیدونکی هیواد دی. د افغانستان څه دپاسه څلور میلیون خلک هم په نشو روږدي دي  او څه دپاسه پنځه لکه  کسان  هم د نشه ایزو توکو په کښت،تجارت او  جوړولو بوخت دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 16, 2023 11:08 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د نشه ایزو توکو ۶۲ کارخانې ړنګې کړئ شوي

افغانستان په نړۍ کې د اپیموتر ټولو لوي اصلی تولیدونکی هیواد دی. د افغانستان څه دپاسه څلور میلیون خلک هم په نشو روږدي دي  او څه دپاسه پنځه لکه  کسان  هم د نشه ایزو توکو په کښت،تجارت او  جوړولو بوخت دي.

د افغانستان د طالبانو د حکومت   یوه مسئول  مقام  ددغه هیواد په مرکزی ولایتونو کې د نشه ایزو توکو د  تولید څه دپاسه ۶۲کارخانې او فبریکو د ړنګولو خبر ورکړ.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی ، د افغانستان دغور ولایت د پولیسو ویندوي عبد الرحمن بدري  ووئيل،ددغه ولایت  امنیتي ځواک په لعل او سرجنګل،دولتیار،شهرک،تولک ،دولینه،ا...یار او تیوره ولسوالیو او په مرکز کې  دنشه ایزو موادو دتولید کارخانې کشف او ورانې کړئ شوي دي.

بدري زیاته کړې ،د نشه ایزو موادو د جوړولو دلومړنیو موادو پر کشفولو سربیره ، ۶۹کسان نیول شوي  هم دي او  له پلټنو وروسته دڅيړنو لپاره قضائي  اورګانونو  ته سپارل شوي دي. د غور ښاریز هم د نشه ایزو موادو د تولید د کارخانو او فبریکو دکشفولو او ورانولو هرکلی کړی دی.

افغانستان په نړۍ کې د اپیموتر ټولو لوي اصلی تولیدونکی هیواد دی. د افغانستان څه دپاسه څلور میلیون خلک هم په نشو روږدي دي  او څه دپاسه پنځه لکه  کسان  هم د نشه ایزو توکو په کښت،تجارت او  جوړولو بوخت دي.