په افغانستان کې 8 زره رسنیز کارکوونکي بې دندو شوي
په افغانستان کې د خپلواکو ژورنالیستانو د اتحادیې مسئولین وایي، د اسلامي امارت سرپرست حکومت په راتګ سره په دغه هېواد کې 558 فعاله رسنیو څخه یې 225 بېلا بېلې رسنۍ د مالي او نورو ستونزو له امله تړل شوي چې له امله یې د 2300 ښځینه وو په ګډون 8 زره رسنیز کارکوونکي بې دندو شوي دي.
په افغانستان کې د خپلواکو ژورنالیستانو د اتحادیې مسئولین وایي، د اسلامي امارت سرپرست حکومت په راتګ سره په دغه هېواد کې 558 فعاله رسنیو څخه یې 225 بېلا بېلې رسنۍ د مالي او نورو ستونزو له امله تړل شوي چې له امله یې د 2300 ښځینه وو په ګډون 8 زره رسنیز کارکوونکي بې دندو شوي دي.
د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو د اتحادیې مشر حجت الله مجددي د تهران راډیو په هنداره خپرونه کې وویل: هغه رسنۍ چې اوس مهال فعالیت کوي، د اقتصادي او هم د مسلکي کارکوونکو د نشتوالي له ستونزې سره مخ دي، همدا راز په یادو رسنیو کې هم د کارکوونکو میاشتنۍ تنخواوې دېرش سلنه راښکته شوي دي.

هغه زیاتوي، تر هغې چې رسنۍ خپلې مالي سرچینې بیا ځل پیدا کوي، که نړیواله بنسټونه د فعاله رسنیزو مرکزونو مالي ملاتړ ونکړي، نو اندېښنې شته چې پاتې رسنیز مرکزونه په ځانګړي، ډول سیمه ییزې رسنۍ هم وتړل شي او له امله به یې یو زیات شمېر نور ژورنالیستان بې دندې شي.
خو د اسلامي امارت د سرپرست حکومت پر رسنیو د څار کمیسیون مشر مولوي عبدالحق حماد د تهران غږ د پوښتنو په ځواب کې په اوسنیو حالاتو کې د رسنیو وضعیت ښه وباله او زیاته کړه، دا مهاله رسنۍ ملي ګټو او ارزښتونو ته په کتو خپل فعالیت کوي، خو د نورو برخو په څېرو رسنیزو مرکزونو اقتصادي ستونزې تائید کړې.
هغه په افغانستان کې د رسنیزو مرکزونو د کمېدو پیل له ۲۰۱۴م کال څخه وباله او زیاته یې کړه، په وروستیو کې یو شمېر رسنۍ ځکه تړل شوي چې مسئولین یې د تخلیې په پروګرامونو کې امریکا او اروپایي هېوادونو ته تللي دي، خو په وینا یې یو شمېر رسنۍ چې د افغانستان د ارزښتونو پر ضد یې فعالیت کاوه، ځینې یې وتړل شوې او یو شمېر نورو په اړه به هم اقدام وشي.
بلخوا د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو د اتحادیې مشر حجت الله مجددي وایي، د اسلامي امارت سرپرست حکومت له مسئولینو څخه یې د رسنیزو قوانینو، اطلاعاتو ته د لاسرسي قوانینو، یو شمېر مقررو، شکایتو کمیسیون، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون، د خبریالانو د مصئونیت کمېټې او یو شمېر نورو ادرسونو د جوړېدو او فعالېدو وړاندیز کړی وو، همدا راز یې غوښتنه کړې وه چې پر رسنیو دې د برېښنا بیلونه ارزانه او مالیاتي جرایم دې ورته وبخښل شي.
د ښاغلي مجددي په وینا د دوی د غوښتنو او وړاندیزونو وروسته د سرپرست حکومت مسئولینو یو شمېر قوانین او کمیسیونونه فعال کړي، همدا راز یې ټولو رسنیو ته مالیاتي جرایم چې په میلیونونه افغانۍ کیږي، هم معاف کړي چې د دې چارو له امله یې هر کلی کوي، خو د پاتې وړاندیزونو په تطبیق یې ټینګار وکړ.
د اسلامي امارت د سرپرست حکومت پر رسنیو د څار کمیسیون مشر مولوي عبدالحق حماد هم وایي، دوی رسنۍ د یو ارزښت په توګه پيژني او تازه یې د راډیو تلویزیون یوې نوې شبکې ته د فعالیت جواز ورکړ، چې د ولس او حکومت ترمنځ د واټن را کمېدو په موخه به دې چارې ته دوام ورکړي.
هغه د رسنیزو مرکزونو د مسئولینو او ژورنالیستانو له لوري په بېلا بېلو برخو کې وړاندیزونه تائید کړل او زیاته یې کړه چې په هڅو یې پر ټولو رسنیزو مرکزونو د مالیاتو جریمې چې په میلیونونه افغانۍ کیږي، په بشپړ ډول معاف شوي، همدا راز د مالیاتو پورونه به په څو قسطونو کې ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان پر رسنیو د موسیقۍ نه غږولو او په لوڅ مخ د ښځینه کارکوونکو پر فعالیت بندیز لګیدلی او ورځ تر بلې د ښځینه کارکوونکو په شمېر کې کموالی هم رامنځته کیږي.
عطاالله خوږیاڼی
تهران راډیو