طالبانو له پاکستان څخه د داعش د غړیو د ورتلو ادعا وکړه
صدای افغان خبري اژانس راپور راکړی د طالبانو یوه لوړرتبه قومندان محمد اصف ذاکر له پاکستان څخه د افغانستان خاورې ته د ورتلو لپاره د داعش ترهګرې ډلې د عناصرو د هڅې خبر ورکړ.
په تیرو څو اونیو کښې د پاکستان لوړرتبه چارواکو او د افغانستان طالبانو په ځلونو یوبل د سرحدي سیمو د ناامنه کولو لپاره په هڅې تورن کړي دي.
په افغانستان کښې د داعش وهابي صهیونیسټي تکفیري ترهګرې ډلې د حملو له زیاتیدا وروسته په پکتیا ولایت کښې د طالبانو سرحدي قومندان محمد اصف ذاکر ادعا وکړه د داعش ترهګرې ډلې کابو اوه زره(۷۰۰۰) جنګیالي د پاکستان په خاوره کښې له خپلو پناه ځایونو څخه افغانستان ته د ورتلو اراده لري.
ذاکر وویل د پاکستان په سرحدي سیمو او په کوکي خیل ، ګنده غربي ، بیجر کلیو او میر شالو درې کښې چې ځنګلونه پکښې دي د داعش په شمول ترهګرو ډلو د مسلم کوتوال په مشرۍ د ترهګرۍ د روزنې مرکزونه جوړ کړي دي.
د طالبانو سرحدي قومندان محمد اصف ذاکر د دغو دریو ترهګرو ډلو د غړیو شمیر اوه زره تنه اعلان کړی چې اراده لري په انفرادي او ډله ییز ډول د لوګر، د پکتیا د ننګرهار او د لغمان ولایتونو له لارې د افغانستان شمالي ولایتونو ته ورشي.
په افغانستان کښې د داعش ډلې خوځښتونو ته په پام سره پاکستان هم په افغانستان کښې د اسلام اباد د مخالفو ډلو او د داعش ترهګرې ډلې د عناصرو د شتون ادعا کوي.