دافغانستان په لوېديځ کې د پوليو ناروغي له منځه تللې ده
همدارنګه د هرات د عامې روغتیا مرستیال ډاکټر محمد آصف کبیر هم وویل اوس د هرات په ښار او ولسوالیو کې د پولیو ویروس نشته.
د افغانستان د هرات ولایت د عامې روغتیا چارواکي وايي چې له ۲۸ میاشتو راهیسې د افغانستان په لویدیځ کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.
په نوي کال کې د پولیو واکسین د لومړي پړاو د ښه تطبیق په موخه په هرات ولایت کې د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې غونډه جوړه شوه. د نوي کال لومړی کمپاین به د راتلونکې اونۍ د ګل په ورځ پیل شي.
په دې کتنه کې د هرات والي شیخ نوراحمد اسلامجار د دغه ولایت د روغتیايي مسئولینو د کارونو د قدردانۍ په ترڅ کې وویل: د خوښۍ ځای دی چې هرات د پولیو له ویروسه پاک شوی دی.
هغه زیاته کړه: له دې سره سره باید ټولې ادارې لاس په کار شي او په بشپړه توګه د له منځه وړلو هڅې وکړي.
په همدې حال کې دهرات ولايت داطلاعاتو او کلتور رييس مولانا نعيم الحق حقاني ددغه رياست په هراړخيزو همکاريو ټينګار وکړ او ويې ويل: دوى به دخبريالانو او همکارو ورځپاڼو له لارې ددغې ناروغۍ په باب خلکو ته معلومات ورکړي .
همدارنګه د هرات د عامې روغتیا مرستیال ډاکټر محمد آصف کبیر هم وویل اوس د هرات په ښار او ولسوالیو کې د پولیو ویروس نشته.
ده زياته کړه: تيرکال په افغانستان کې دوه پيښې ثبت شوې وې خو له ٢٨ مياشتو راپديخوا په لويديځه حوزه کې کومه پيښه نه ده ثبت شوې .
په دې وروستیو کې د پوهنې رئیس او د حج او اوقافو رئیس هم د پوهنې له ښوونکو او د جوماتونو له امامانو سره په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
پولیو یو له هغو لاعلاجه ناروغیو څخه ده چې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان د دغې ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي.