طالبان: په بهرنیو مرستیو ملا نه تړو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i126842-طالبان_په_بهرنیو_مرستیو_ملا_نه_تړو
د طالبانو ویاند ادعا وکړه چې دغه ډله په بهرنیو مرستو تکیه نه لري
(last modified 2023-01-25T23:48:53+00:00 )
Jan 26, 2023 04:16 Asia/Kabul
  • طالبان: په بهرنیو مرستیو ملا نه تړو

د طالبانو ویاند ادعا وکړه چې دغه ډله په بهرنیو مرستو تکیه نه لري

د طالبانو ویاند ذبیح ا... مجاهد پرون د اقتصادي ستونزو په وجه د اوسني حکومت د ړنګیدو په هکله د ملګرو ملتو د انساني مرستو د غږملوونکي دفتر(اوچا) د نوي رپورټ په غبرګون کښې ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت په بهرنیو مرستو نه دی ولاړ چې د اقتصادي ستونزو په وجه دې ړنګ شي.

د آوا خبري آژانس د خبر له مخې، مجاهد زیاته کړه: هر هیواد چې داسې جنګ او اوږده یرغلونه تجربه کړې وي، تر څه وخته به له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان وي خو طالبان هوډمن دي چې د هیواد ټولې اقتصادي سرچینې راژوندۍ کړي او په تیر یو نیم کال کښې یوشمیر بنیادي ګامونه پورته شوي دي.

په بهرنیو مرستو پورې د طالبانو د نه پيئلتیا په هکله د دغې ډلې د حکومت د ویاند ادعا په داسې حال کښې ده چې د طالبانو د حکومتي برخې د کارکونکو او د پوځي او امنیتي ځواکونو زیاتره تنخواګانې، د نړیوالې ټولنې له میاشتنیو مرستو څخه ورکول کیږي.