د طالبانو مشر د پاکستان قانون انګریزي او کفري بللی
د رسنیو د خبرونو له مخې د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخندزاده په یو تازه پیغام کې د پاکستان قانون انګریزي او کفري بللی.
د رسنیو د خبرونو له مخې د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخندزاده په یو تازه پیغام کې د پاکستان قانون انګریزي او کفري بللی.
د خبر ګزاري ویپ پاڼې د خبر له مخې طالبانو پرون د خپل مشر یو غږیز پیغام خپور کړي، چې په کې ملا هبت الله په پاکستان کې په حاکم قانون نیوکه کړې او هغه یې اسلامي نه بلکې د انګرېز قانون بللی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستان قانون کفري دي او لوېدیځ او امریکا غواړي، افغانستان کې هم یو سکولار نظام رامنځ ته کړي، تر څو وکولی شي، اسلام او حکومت سره جلا کړي.
دی وايي، که چېرې ته افغانستان کې سکولار حکومت رامنځ ته شي نو اسلام به یوازې په دیني مدرسو کې پاتې او له مدرسو به د باندې اسلام وجود ونه لري.
هغه د خپلو خبرو پای کې یو ځل بیا د پاکستان د یوه دیني عالم مفتي تقي عثماني له کتاب څخه په نقل ویلي، چې په پاکستان کې د انګلیس قانون حاکم دی.