د ملګروملتونو استازي د افغانستان اړه خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i127186-د_ملګروملتونو_استازي_د_افغانستان_اړه_خبرې_وکړې
فارس خبري اژانس راپور ورکړ د افغانستان په چارو کښې د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي میرمن رزا اوتونبایوا په کابل کښې د مرکزي اسیا د هیوادونو د ډیپلوماټیکو نمایندګیو له مشرانو سره کتنې وکړې.
(last modified 2023-02-01T07:10:14+00:00 )
Feb 01, 2023 11:37 Asia/Kabul
  • د ملګروملتونو استازي د افغانستان اړه خبرې وکړې

فارس خبري اژانس راپور ورکړ د افغانستان په چارو کښې د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي میرمن رزا اوتونبایوا په کابل کښې د مرکزي اسیا د هیوادونو د ډیپلوماټیکو نمایندګیو له مشرانو سره کتنې وکړې.

د افغانستان په چارو کښې د ملګروملتونو ځانګړي استازي میرمن رزا اوتونبایوا په دغه کتنه کښې د قیرغیزستان د قراقستان د ازبکستان او د ترکمنستان د ډیپلوماټیکو نمایندګیو له مشرانو سره سلامشورې وکړې.

لورو د افغانستان د حالت او دغه راز د مرکزي اسیا د هیوادونو ترمینځ د سیمه ییزو ملګرتیاو د منظمولو په هکله هم خبرې وکړې.

په دغه کتنې کښې ګډون کونکو د افغانستان له خلکو سره د مرستې کولو لپاره په  کوربه هیواد کښې د غږملتیا د تعامل او د سیمې د امنیت د تامینولو لپاره د ډله ییزو اقداماتو په منظمولو ټینګار وکړ.