پاکستان ۱۲۰ افغان بندیان ازاد کړل
Feb 01, 2023 08:39 Asia/Kabul
د پاکستان د سیند ایالات له زندان څخه ۱۲۰ تنه افغان بندیان ازاد او افغانستان ته ولیږدول شول
د پاکستان د سیند ایالات له زندان څخه ۱۲۰ تنه افغان بندیان ازاد او افغانستان ته ولیږدول شول
په پاکستان کې افغان سفارت تېره ورځ خبر ورکړ چې یاد کسان د دوی په هلو ځلو ازاد شوي او خپل هېواد ته د لیږلو پر مهال ورته د خوراک، څښاک او پوښاک ټول لګښت هم ورکړل شوی دی.
دوی وایي، ژر به ۱۳۰ نور بندیان هم د پاکستان له بند خونو ازاد او خپل هېواد ته ولیږي.
ټیګونه