افغانستان ته د بشري مرستو یوه بله ۴۰ میلیوني کڅوړه ولیږدول شوه
Feb 13, 2023 10:11 Asia/Kabul
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د مرکزي بانک چارواکي وايي، چې د بشري مرستو په لړ کې نن سهار یوه بله څلوېښت میلیوني کڅوړه دغه هېواد ته را ولیږدول شوه چې د دوی له لورې یو خصوصي بانک ته وسپارل شوه.
افغانستان ته د بشري مرستو یوه بله ۴۰ میلیوني کڅوړه ولیږدول شوه
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د مرکزي بانک چارواکي وايي، چې د بشري مرستو په لړ کې نن سهار یوه بله څلوېښت میلیوني کڅوړه دغه هېواد ته را ولیږدول شوه چې د دوی له لورې یو خصوصي بانک ته وسپارل شوه.
د دې بانک له لورې د خپرو شویو معلوماتو له مخې په تېرو څلورو ورځو کې ۱۲۰ میلیونه امریکایي ډالر بشري مرستې افغانستان ته را لیږدول شوي.
د یادونې وړده چې تر دا مهاله نږدې دوه میلیارده امریکایي ډالر بشري مرستې افغانستان ته را لیږدول شوي.
ټیګونه