طالب مشرانو کښې د اختلاف ادعا ته د دغې ډلې غبرګون
ذبیح الله مجاهد د طالبانو په مشرانو کې د اختلاف په ادعا غبرګون وښود.
د فارس خبري اژانس د راپور له مخې ذبیح الله مجاهد په ضمني توګه د طالب مشرانو تر مینځ اختلاف رد کړ.
د طالبانو ویندویي وویل، له افغانستانه بهر ځینې ډلې د افغانستان د حکومت په مسئولینو کې د اختلاف اچولو په لټه کې دي او دهغوي له خبرو ناوړه استفاده او اوازې خپروي، دغه ارمان به ګور ته یوسي.
دا په داسې حال کې دي چې پرون د طالبانو دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد په یوې وینا کې چې له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو په دستورو کې یې وکړه په ضمني ډول د دغه ډلې په مشرۍ نیوکه وکړه.
ملا یعقوب په دغه دستورو کې وویل: « مونږ په هر حالت کې باید د خلکو روا غوښتنو ته لبیک ووایو او له کبر او غروره ډډه وکړو»
هغه زیاته کړه چې د افغانستان خلک باید د طالبانو ملاتړ وکړي چې تېر تریخ وخت ته ستانه نه شی.
له دې مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د دغه ډلې په مشرۍ په نیوکې سره ویلې وو چې د قدرت انحصار او په خلکو د خپلو نظرونو تپل د هغوي په ګټه نه دي.