په افغانستان کې د طالبانو حکومت د سنا پخوانی غړی نیولی
Feb 17, 2023 10:56 Asia/Kabul
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت امنیتي ځواکونو د دې هیواد د مشرانو د جرګې یو پخوانی غړی نیولی دی.
د شفقنا له راپور سره سم، د بامیان د ولایت مخکنی سناټور قیس خان وکیلي په کابل کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو له لورې نیول شوی دی.
دا پېښه په داسي حال کې شوې، چي د طالبانو مشر له دې مخکې د ټولو افغان چارواکو لپاره یې د عفوې اعلان کړي و، او د طالبانو حکومت هم په ځلونو ویلي چي د افغانستان د مخکني حکومت چارواکې له ستونزو پرته بیرته خپل هیواد ته راستنېدایشي.
د طالبانو حکومت لا تر دې دمه د مشرانو د جرګې د دغه مخکنی غړی د نیول کېدو د لامل په هکله څه نه دي ویلي.
ټیګونه