ملګروملتونو یوځل بیا د افغانستان په طالبانو نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128330-ملګروملتونو_یوځل_بیا_د_افغانستان_په_طالبانو_نیوکه_وکړه
شفقنا خبري اژانس راپور راکړی په افغانستان کښې د ملګروملتونو دفتر یوناما د ښځو په زده کړې کښې محدودیت د بشري حقوقو ښکاره مصداق وباله.
(last modified 2023-02-21T04:03:37+00:00 )
Feb 21, 2023 08:28 Asia/Kabul
  • ملګروملتونو یوځل بیا د افغانستان په طالبانو نیوکه وکړه

شفقنا خبري اژانس راپور راکړی په افغانستان کښې د ملګروملتونو دفتر یوناما د ښځو په زده کړې کښې محدودیت د بشري حقوقو ښکاره مصداق وباله.

یوناما د زده کړې د نوي کال د پیلیدا په مناسبت نن په یوه ټویټر پیغام کښې د افغانستان د ښځو او انجلیو پرمخ د ښوونځیو او د پوهنتونونو د تړلو دوام د بشري حقوقو خلاف ورزۍ او د ځان ځورول وبلل.

په دغه پیغام کښې ویل شوي دي یوه میاشت وروسته د زده کونکو او د محصیلینو پرمخ د افغانستان د ښوونځیو او د پوهنتونونو دروازې پرانیستل کیږي خو د انجلیو لپاره نه.

یوناما یوځل بیا د افغانستان په طالبانو غږ وکړ چې د ژوند د اقتصاد او د راتلونکي د محافظت لپاره زر د افغانستان د ښځو او د انجلیو پرمخ د ښوونځیو او د پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي.

طالبانو د انجلیو او د ښځینه  زده کونکو او د محصیلینو د زده کړې پرضد د خپلې فیصلې د توجیه لپاره ادعا کړي وه چې د اسلامي تعلیماتو پراساس یې دغه فیصله کړي ده.

خو د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول ډیرو اسلامي هیوادونو او د مصر د الازهر پوهنتون په شمول ارګانونو د طالبانو دغه فیصله ناسمه بللي ده او د دغه ډلې فیصله یې د اسلامي تعلیماتو خلاف ورزۍ ګڼلي ده.