افغانستان کې ۸۲ زره تنه په نشه روږدې کسان را ټول شوي
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، د دوی له واکمنیدو وروسته یې تر دې مهاله د بېلا بېلو ولایتونو څخه ۸۲ زره په نشه روږدې کسان را ټول کړي.
افغانستان کې ۸۲ زره تنه په نشه روږدې کسان را ټول شوي
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، د دوی له واکمنیدو وروسته یې تر دې مهاله د بېلا بېلو ولایتونو څخه ۸۲ زره په نشه روږدې کسان را ټول کړي.
د دغه وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وایي، له یادو کسانو څخه یې ۲۶۸۵۰ یې یوازې په کابل ښار کې را ټول شوي .
نوموړی زیاتوي، د نشه يي توکو پر ضد ۴۲۱۰ عملیات تر سره شوي او پر مهال ۵۰۵۱ مظنونین نیول شوي، ۱۸۱ کارخونې له منځه تللي او ۵۰۴۳ ټنه بېلابېل نشه يي توکي نیول شوي او همداراز ۱۷۸۵ هټکاره ځمکه د کوکنارو او چرسو له کښته پاکه شوې ده.
په نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو لړۍ په داسې حال کې روانه ده چې تر دې وړاندې د طالبانو مشر له لورې د نشه يي توکو پر کښت، تولید او قاچاق بندیز لګولی دی.