د بلخ والي ووژل شو
Mar 09, 2023 07:42 Asia/Kabul
د بلخ ولایت مقام کې نن سهار چاودنې له امله د دې ولایت والي دواد مزمل وژل شوی
د بلخ والي ووژل شو
د بلخ ولایت مقام کې نن سهار چاودنې له امله د دې ولایت والي دواد مزمل وژل شوی
د یاد ولایت د طالبانو د پولیسو قومانداني ویاند اصف وزیري پېښه تائیدوي او وایي په چاودنه کې د دې ولایت والي داود مزمل وژل شوی.
هغه د چاودنې د نوعیت په اړه څه ندي ویلي، خو ځینې سیمه ییزې سرچینې یاده پېښه د ځانمرګي برید له امله بولي.
بلخوا په یاد ولایت کې روغتیایي سرچینې وایي، له یادې پېښې روغتون ته یو جسد او اووه تنه ټپیان ور وړل شوي دي، چې د ځینو حالات هم نازک ښودل شوی دی.
ټیګونه