له اروپایي ټولنې وروسته بریتانیا هم پر ځینو طالب چارواکو بندیزونه ولګول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i129216-له_اروپایي_ټولنې_وروسته_بریتانیا_هم_پر_ځینو_طالب_چارواکو_بندیزونه_ولګول
د اروپایي ټولنې تر بندیزونو وروسته بریتانیا هم پرون د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر طالب چارواکو بندیزونه اعلان کړل.
(last modified 2023-03-09T05:20:54+00:00 )
Mar 09, 2023 09:48 Asia/Kabul
  • له اروپایي ټولنې وروسته بریتانیا هم پر ځینو طالب چارواکو بندیزونه ولګول

د اروپایي ټولنې تر بندیزونو وروسته بریتانیا هم پرون د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر طالب چارواکو بندیزونه اعلان کړل.

له اروپایي ټولنې وروسته بریتانیا هم پر ځینو طالب چارواکو بندیزونه ولګول

د اروپایي ټولنې تر بندیزونو وروسته بریتانیا هم پرون د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر طالب چارواکو بندیزونه اعلان کړل.

د راپورونو له مخې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي ویلي، دغه بندیزونه د دې لپاره لګول کېږي چې طالبانو په پراخه توګه د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه کړې ده.

په راپورونو کې دا جزییات نه دي ورکړل شوي چې بریتانیا د طالبانو پر کومو چارواکو بندیزونه اعلان کړي، خو تر دې وړاندې اروپایي ټولنې د طالبانو د لوړو زده کړو پر سرپرست وزیر ندا محمد ندیم او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد بندیزونه اعلان کړي.

دغه دواړه طالب چارواکي د هغو فرمانونو په صادرولو کې ښکېل بلل شوي چې له مخې یې د ښځو او نجونو کار او تعلیم محدود شوی دی.

بریتانیا پر طالب چارواکو سربېره پر ځینو ایراني، سوریایي او د جنوبي سوډان پر چارواکو هم بندیزونه اعلان کړي دي.