بلخ کې ځانمرګی برید؛ د والي په ګډون درې کسان وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i129244-بلخ_کې_ځانمرګی_برید_د_والي_په_ګډون_درې_کسان_وژل_شوي
د بلخ امنیتي مسوولان وايي چې نن پنج‌شنبه د کب ۱۸مه د یوه ځانمرګي برید پر مهال د یاد ولایت والي «محمدداوود مزمل» له دوو ملکیانو سره یوځای وژل شوي دي.
(last modified 2023-03-09T20:21:55+00:00 )
Mar 09, 2023 13:23 Asia/Kabul
  • بلخ کې ځانمرګی برید؛ د والي په ګډون درې کسان وژل شوي

د بلخ امنیتي مسوولان وايي چې نن پنج‌شنبه د کب ۱۸مه د یوه ځانمرګي برید پر مهال د یاد ولایت والي «محمدداوود مزمل» له دوو ملکیانو سره یوځای وژل شوي دي.

بلخ کې ځانمرګی برید؛ د والي په ګډون درې کسان وژل شوي

د بلخ امنیتي مسوولان وايي چې نن پنج‌شنبه د کب ۱۸مه د یوه ځانمرګي برید پر مهال د یاد ولایت والي «محمدداوود مزمل» له دوو ملکیانو سره یوځای وژل شوي دي.

د بلخ د امنیې قومنداني ویاند محمداصف وزیري وايي چې ځانمرګي بریدګر هغه مهال خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې چې والي محمدداوود مزمل خپل کاري دفتر ته د دننه‌کېدو په حال کې و.

د نوموړي په وینا، ځانمرګي بریدګر چې چاودېدونکو توکي په خپل واسکټ کې ځای پر ځای کړي و، له وړاندې یې د ولایت مقام دفتر ته ځان رسولی و.

نوموړي وویل: ««له بده‌مرغه نن سهار ۹:۰۰ بجې کله چې والي له کور څخه دفتر ته روان و، د ولایت مقام دویم پوړ کې چاودنه رامنځته کېږي او له بده‌مرغه والي صاحب له دوو ملکیانو سره په شهادت رسېږي او دوه ساتونکي یې برسېرن ټپیان کېږي. تراوسه هم څېړنې روانې دي او جزییات به له تاسو سره وروسته شریک کړو.»

بل‌خوا د بلخ د پوهنې امر محمدنعیم بلخي بیا وايي چې دې ځانمرګي برید کې یې «خسر» هم وژل شوی دی.

هغه زیاته کړه چې خسر یې د بلخ ولایت مقام له مراجعینو څخه و او دې برید کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه وویل:«زما خسر کېده، نوم یې عطا خان ولید اخترمحمد و. نن د والي صاحب له مراجعینو څخه وو. والي صاحب ته تېره اوونۍ ورغلی و، بیا هغه نن ژمنه ورسره کړې وه چې نن ورشي، نن چې ورغلی و، نور کسان هم شهیدان شول او دا هم شهید شو.»

محمدداوود مزمل له دې وړاندې د ننګرهار د والي په توګه هم دنده ترسره کړې او د کورنیو چارو وزارت مرستیال هم پاتې شوی و.

 نوموړی پنځه میاشتې وړاندې د بلخ د والي په توګه ټاکل شوی و او دغه ولایت کې یې خبله دنده مخته وړه.

بل‌خوا نن سهار کابل هم د یوې چاودنې شاهد و.

د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې دغه چاودنه د کابل ښار اړوند پنځمه حوزه کې رامنځته شوې او په وینا یې، مرګ‌ژوبله نه‌لري.

د یادو دوو چاودنو  مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

امنیتي چارواکي هم وايي چې د ځانمرګي برید په اړه به نور جزییات وروسته خپاره کړي.