د افغانستان خاوره د هیڅ چا پرضد نه کارول کیږي
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان چارواکو د قزاقستان له سفیر سره په کتنه کښې ژمنه وکړه چې د افغانستان له خاورې هیڅ هیواد ته ګواښ نه کیږي.
طالبان د دوه زره یویشتم میلادي کال له اګست میاشتې راهسې تر نن ورځې پورې نورو هیوادونو په تیره بیا د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته ژمنه ورکوي چې ترهګرو ته به اجازه ورنکړي د دغه هیواد له خاورې نورو هیوادونو ته ګواښ وکړي.
خو پاکستان تل ادعا کوي چې تحریک طالبان پاکستان ترهګره ډله د افغانستان په خاوره کښې ترهګر عملیات پلانوي او هدایتوي.
د افغانستان د موقته حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي نن په کابل کښې د قزاقستان له سفیر علیم خان یاسین ګلیدیوف سره په کتنې کښې وویل طالبان به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې کوم هیواد ته ګواښ وشي.
د طالبانو د موقته حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیا احمد تکل وویل په دغه کتنې کښې د افغانستان او د قزاقستان ترمینځ د بیلابیلو سیاسي ، امنیتي ، اقتصادي او د کلتوري مسائیلو په هکله د نظر تبادله وشوه.