د افغانستان په هکله د قطر غونډه
په قطر کې پنځمه نړیواله امنیتي غونډه د افغانستان راتلونکې ته په کتو سره وشوه، د دغه هیواد روان حالات ښودنه کوي چي د افغانستان پورې اړوندې مسالې په ځانګړې توګه امنیتي مسایل نړیوالې ټولنې ته اهمیت لري او د ځینو له لورې د افغانستان د امنیتي ستونزو ساده ښودنه ورته د منلو نه دی.
د غونډې عنوان د نړیوال په نظم کې بدلون دی، دغه غونډه کې یو شمېر افغان څیرې هم بلل شوي وي، د ګولف ټایمز له راپور سره سم، د قطر په دغه درې ورځنې غونډه کې یوه ځانګړې ناسته هم د افغانستان د راتلونکي او د دې هیواد د امنیتي ستونزو او حکومتولی په هکله تر سره شوه. د نړۍ په مختلفو برخو کې وروستي غونډې چي د افغانستان په تړاو تر سره کیږي، په دوو مسایلو یو په دغه هیواد کې د امنیتي کړکېچ دوام ته د حل لارې په موندنه او بله افغانانو سره د بشري مرستو د دوام په ضرورت باندې ټینګار کوي،
دا په دې معنا ده چي په افغانستان کې د طالبانو د بیاځلې واکمنېدو څخه د یوه نیم کال په تېرېدو سره، د دغه ډلې د ژمنو او وعدو سربېره لاهم نړیواله ټولنه او د سیمې هیوادونه د افغانستان د امنیتي او ناوړه بشري حالاتو په هکله اندېښمن دي. دغه اندېښنې په مختلفو اړخونو کې منجمله په امنیتي، مخدره موادو تولید او قاچاق او کډولی په چوکاټ کې د تعریف وړ دي.
په افغانستان کې د سیاسي چارو کارپوه عبدالطیف نظري په دې اړه وایي: طالبانو ژمنه کړې وه چي واک ته په ستنېدو سره، د امنیتي ستونزو په شمول اکثره ستونزې هوارې کړي، چي د طالب چارواکو په وېنا په دې ډګر کې بریالي شوي هم دي، خو په افغانستان کې امنیت د نړیوالو له نظره یوازې فوځي اړخ پورې محدود نه دی، بلکې له ښاریزو سره، د چلند څرنګوالې او همدارنګه د ټول شموله ادارې جوړېدا د هغو مولفو څخه بلل کیږي چي په افغانستان کې د دائمي سولې او امنیت زمینه برابروي، هغه څه چي طالبانو له پامه غورځولې ده.
د نړیوالو سیاسي محفلونو له نظره نن سبا امنیت یوازې وسلو او فوځې او امنیتي چارو پورې محدود نه دي بلکې د ښاریزو د ژوندانه کیفیت، په واکمنۍ کې د ولسونو د ګډون څرنګوالې، د نظام څرنګوالې او د سیمې له هیوادونو او نړیوالو اداراتو سره د هغوی همپالنې او د هغه حکومت په رسمیت پېژندنې او ورته نورو مسایلو ته هم ورګرځي، په دې خاطر دی چي د افغانستان په هکله په اکثرو جوړو شویو نړیوالو غونډو کې په دغه هیواد کې د ټولو قومي او مذهبي پرګنیو، ډلو او سیاسي ګوندونو په شمول د ټول شمولې ادارې په جوړېدا ټینګار کوي او د ښاریزو د حقوقو په تېره بیا د ښځو د حقوقو د رعایتولو په شمول د رسمیت پېژندنې لپاره د اړینو زمینو برابرېدا ضروري ګڼي.
د افغانستان د چارو کارپوه محمد رضا بهرامي په دې اړه وایي:
افغانستان په تېرو کلونو کې تل له ناامنیو، کورنیو تاوتریخوالو او د بهرنیانو له نیواک سره مخامخ پاته شوی دی، سره له دې، په افغانستان کې واکمنو حکومتونو د ستونزو د هوارولو او د ثبات د راوستلو په لړ کې حرکت نه دي کړي، اوس هم دغه هیواد له زیاتو ستونزو سره لاس په ګرېوان دی چي اکثره یې د واکمنې ډلې له لورې د واک د انحصار د امله رامینځ ته شوي دي، دا حالات نه یوازې د طالبانو د حکومت مخالفان بلکې سیمه ایز او نړیوال قدرتونه او نړیواله ټولنه د طالبانو له حکومت سره برخلافه کوي. په دې خاطر دی چي نړیواله ټولنه د طالبانو په وړاندې منفې دریځونه خپل کړي دي.
د افغانستان په هکله په قطر کې په نړیواله امنیتي غونډه کې خبرې اترې ښودنه کوي چي د دې هیواد پورې اړوند مسایل په نړیوال امنیت باندې مهم اثرات لري، تر کومه چي د طالبانو حکومت یادو اندېښنو ته د ځواب ویلو لپاره اقدام نه وي کړي د نړیوالې ټولنې اندېښنې به دوام وموندي، په دغه چوکاټ کې په وروستیو ورځو کې د افغانستان په شمالې ولایت بلخ کې وروستی ترهګریز برید ته اشاره کولایشو، دا یوه ساده امنیتي پېښه نه ده چي سیمه او نړۍ سترګې پرې بندې کړي.
د دغه ډول بریدونو د لاملینو نیول کېدا او هغوی ته سزا ورکول او په راتلونکو کې د داسي پېښو له رامینځته کېدو څخه مخنیوی کولایشي په افغانستان کې د امنیت د ټینګېدو په هکله نړیوالو او سیمه ایزو ته یو څه ډآډ ورکړي، البته د طالبانو حکومت باید په خپلو هغو حکمونو باندې بیا کتنه وکړي کوم چي هم د افغانستان د خلګو او هم د نړیوالو د ناراضه کېدو لامل شوی او په دې توګه د رسمیت پېژندنې په لړ کې هلې ځلې وکړي.