افغانستان له ترهګرۍ څخه په اغیزمنو هیوادونو کښې شامل دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i129590-افغانستان_له_ترهګرۍ_څخه_په_اغیزمنو_هیوادونو_کښې_شامل_دی
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی افغانستان یوځل بیا له ترهګرو فعالیتونو څخه د لسو اغیزمنو شویو هیوادونو برخه وپیژندل شو.
(last modified 2023-03-15T23:17:24+00:00 )
Mar 16, 2023 01:17 Asia/Kabul
  • افغانستان له ترهګرۍ څخه په اغیزمنو هیوادونو کښې شامل دی

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی افغانستان یوځل بیا له ترهګرو فعالیتونو څخه د لسو اغیزمنو شویو هیوادونو برخه وپیژندل شو.

د اسټرالیا د «اقتصاد او د سولې فاونډیشن» په تیر میلادي کال کښې د نړیوالې ترهګرې په حوزه کښې په مطالعې سره افغانستان د پرله پسې څلورم کال لپاره له ترهګرو فعالیتونو څخه د لسو اغیزمنو هیوادونو برخه معرفي کړ.

دغه نړیوال بنسټ وویل همدا اوس داعش ډله د افغانستان د امنیت لپاره تر ټولو مهم ګواښ دی.

د اسټرالیا د اقتصاد او د سولې بنسټ راپور وايي د افغانستان دوه ویشت ولایتونه په تیر میلادي کال کښې د ترهګرو فعالیتونو د تاوانونو کتونکي وو او تر ټولو زیات بریدونه په پلازمینې کابل کښې رامینځته شوي دي چې عامل یې داعش ډله وه او له کبله یې دوه سوه اولس(۲۱۷) کسان وژل شوي دي.

د دغه راپور پراساس پاکستان په تیر میلادي کال کښې د ترهګرو حملو کتونکی و چې شپږ سوه درې څلویښت کسان پکښې وژل شوي وو.