دطالبانو مشر د سوداګرو لپاره د اسانتیاود برابرولوغوښتنه وکړه
Mar 18, 2023 09:33 Asia/Kabul
په دې کتنه کې ملا اخندزاده د ګمرک له مسوولينو وغوښتل چې خپل مسووليتونه په بشپړه توګه سرته ورسوي.
د طالبانو مشر ملا هبت ا... اخندزاده د افغانستان د ګمرک له مسئولینو سره په کتنه کې د هېواد د سوداګرو لپاره د لازمو اسانتیاوو په برابرولو د ټینګار ترڅنګ له ګمرکونو وغوښتل چې له خلکو سره ښه چلند وکړي.
دافغان غږ خبری آژانس له راپور سره سم د طالبانود مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هیواد د ګمرکونو له مسئولینو سره د د ملا هبت ا...اخندزاده د لیدنې خبر ورکړی.
په دې کتنه کې ملا اخندزاده د ګمرک له مسوولينو وغوښتل چې خپل مسووليتونه په بشپړه توګه سرته ورسوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانود مالیې وزارت ویلی دی چې د مالي کال له پیله تر اوسه سل میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي دي.
ټیګونه