په افغانستان کښې د بنګو په کرلو بندیز ولګید
زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو د مشر په حکم د کوکنارو په کر باندې له بندیز وروسته په افغانستان کښې د بنګو یعني چرسو د بوټو په کرلو هم بندیز ولګید.
د طالبانو حکومت پرون وویل د دغه ډلې د مشر ملا هیبت الله اخوند زاده په حکم له دې وروسته په هیواد کښې د بنګو په کرلو بندیز دی او د دغه بوټي د کرلو په بڼه کښې به له خلاف ورزۍ کونکو سره سخت قضايي چلند وشي.
په افغانستان کښې له بنګو یعني چرسو څخه په دودیز او سنتي ډول نشه ییز مواد جوړیږي خو په ځینو هیوادونو کښې دغه بوټي د درملو او د صنعتي استفادې لپاره کارول کیږي.
د طالبانو مشر تیر کال په یوه حکم کښې په افغانستان کښې د کوکنارو په کر ، تولید او خرڅولو بندیز لګولی و.
افغانستان په نړۍ کښې د نشه ئیزو موادو یو تر ټولو ستر او اصلي تولیدونکی دی او د هیواد څه د پاسه څلور میلیونه خلک هم په نشو اخته دي.
د افغانستان څه د پاسه پینځه لکه خلک نشه ئیز مواد کري ، تجارت یې کوي او نشه يې توکي قاچاق کوي هم.