Mar 22, 2023 05:08 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د نوروز اختر دستورې ترسره شوې

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د پلازمینې کابل ښار په سخي زیارت کښې د خلکو د بیلابیلو پرګنو په ګډون سره د نوروز د جشن مراسم ترسره شول.

دغه مراسم چې پرون د افغانستان د یوه مشهور شیعه روحاني ایت الله سید محسن حجت او د یوشمیر نورو خلکو په ګډون سره ترسره شول په حقیقت کښې د ورورګلوۍ او برابرۍ د تجدید  ، د ملي وحدت او د اسلامي ورورګلوۍ ، د ایمان او د اعتقاد د پایداره پیوندونو د پیاوړي کولو او د ژوند او د پتیالیتوب د درنښت کولو او د ښکلا د تمدید لپاره یوه پلمه ده.

د افغانستان خلکو په ځانګړیو ادابو او رسمونو سره د نوروز لرغونی اختر لمانځلی دی.

د نوروز اختر د میلمنو د میلمستیا لپاره د اوو میوو برابرول او له جلبیو سره یوځاې  د کبانو پخول په نوروز اختر کښې د افغانستان د خلکو د ادابو او د رسمونو برخه دی.

په افغانستان کښې د نوروز د جشن مراسم په داسې حال کښې وشول چې د طالبانو د امر معروف و نهي از منکر وزارت ویاند مولوي عاکف مهاجر وویل په دغه هیواد کښې د نوروز اختر د جشن په ترسره کولو بندیز حقیقت نلري.

نوروز اختر د ایران په جرړه لرلو سره لرغونی جشن دی چې د نوي هجري لمریز کال په پیلیدا سره د نړۍ په ډیرو هیوادونو کښې ترسره کیږي.

پرون د څوارلس سوه دوهم هجري لمریز کال لومړۍ ورځ وه.

 

ټیګونه