په افغانستان کې دې د انجونو ښونځي پرانستل شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i129950-په_افغانستان_کې_دې_د_انجونو_ښونځي_پرانستل_شي
مولوي کبیر هم  په افغانستان کې د ملګروملتو ملتو دنمایندګۍ د مرستیال دڅرګندونو په غبرګون  کې ووئيل، مونږ د  انجونو دزده کړې مخالفان نه یوو.
(last modified 2023-03-23T22:32:33+00:00 )
Mar 24, 2023 03:00 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې دې د انجونو ښونځي پرانستل شي

مولوي کبیر هم  په افغانستان کې د ملګروملتو ملتو دنمایندګۍ د مرستیال دڅرګندونو په غبرګون  کې ووئيل، مونږ د  انجونو دزده کړې مخالفان نه یوو.

په افغانستان کې د ملګروملتو د  مرستیالۍ ددفتر مرستیال مارکوس پوټزل یو  ځل بیا  په دغه هیواد کې د انجونو دښونځیو د بشپړ پرانستل کیدا غوښتنه وکړه.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، مارکوس پوټزل پرون په کابل کې د افغانستان د طالبانو د حکومت  له مرستیال مولوی عبدالکبیر سره په کتنې کې  ووئیل، دافغانستان  د انجونو ښونځي او پوهنتونونه باید زرتر زره پرانیستل شي او دا ددغه هیواد د ولس په ګټه ده .

مولوي کبیر هم  په افغانستان کې د ملګروملتو ملتو دنمایندګۍ د مرستیال دڅرګندونو په غبرګون  کې ووئيل، مونږ د  انجونو دزده کړې مخالفان نه یوو.

د  افغانستان د طالبانو د حکومت دمرستیال ددفتر د اعلامیې په اساس ، مارکوس پوټزل  په دغې کتنې کې وئيلي ،  په افغانستان کې دملګروملتو د  نمایندګۍ  یا یوناما ماموریت تر یوه بل کال لپاره تمدید شوی دی.

مولوي کبیر  هم  د ملګروملتو د یوناما له خوا د په کابل کې د بهرنیو سفارتونو دپرانیستل  کیدا  لپاره د وړاندیز هرکلی  او قدرونه کړې ده.